ایران: زاهدان کې د امنیتي ځواکونو په ډزو لږ تر لږه ۲۳ کسان ټپیان شوي
د ایران په زاهدان ښار کې د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۲۳ کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو سره ټپيان شوي دي. پرون خلک هلته د (زهدان د خونړۍ جمعې) د لومړي کال د پوره کېدو په درشل کې د لاریونو لپاره وتلي وو. په خواله رسنیو په خپرو شویو ويډیوګانو کې ښکاري، چې په پوځي یونیفورم سمبال پوځیان او شخصي جامو وسله وال د زاهدان مکي جومات کلابند کړی او ډزې کوي. د ایران امنیتي ارګانونو زاهدان ته تازه دمي ځواکونه هم استولي دي. د ازادې اروپا فردا راډیو د شمېرو په اساس، د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په دېرشمه د جمعې په... Читать дальше...