د ایران د معتادانو د درملنې یوه مرکز کې د اورلګېدنې له کبله ۲۷ کسان مړه شوي
د ایران قضايیه قوه وايي، نن جمعه د ایران په شمال کې د معتادانو د درملنې په یوه مرکز کې د پراخې اورلګېدنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي دي. میزان ویبسایټ د ګیلان ولایت د لویې څارنوالۍ د دفتر په حواله خبر ورکړی چې ۲۷ کسان هغه مړه او ۱۲ نور ټپیان شول چې په لنګرود کې د معتادانو د درملنې په یوه کمپ کې اور ولګېد. د اورلګېدو د علت په باب لا څه نه دي ویل شوي، خو ویل شوي چې اور نن سهار تر شپږو بجو مخکې لګېدلی دی.