د اوربند پای او د جګړې بیا پيل؛ " غزه بیا جهنمي شوه "
له نژدې یوې اونۍ وروسته د غزې او اسراییل د جنوب خلک پرون یوځل بیا د چاودنو او بمباریو په غږونو له خوبه راویښ شول. د اسراییلو پوځ وايي چې جنګي الوتکو یې پرون د ورځې په ترڅ کې په غزه کې څه باندې ۲۰۰ اهداف وویشتل. اسراییل همداراز ادعا کړې چې حماس د اوربند د مودې له پای ته رسېدو مخکې د دې هېواد پر قلمرو د توغندیو ډزې کړي. غزې ته نژدې د اسراییل د جنوب په څو سیمو کې د خطر زنګونه هم وکړنګېدل. په عین حال کې حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني، ادعا کړې چې اسراییلو یې څو طرحې رد کړې او هوايي حملې یې پیل کړې. Читать дальше...