افریقا؛ د مسو د یوه کان نړېدو ۷ کیندونکي مړه او ۲۰ نور نادرکه کړي
د افریقا په زامبیا هېواد کې پولیس او محلي چارواکي وايي تر سختو اورښتونو وروسته د ځمکې ښویېدنې له کبله د مسو د یوه کان یوه برخه نړېدلې او ۷ مشکوک غیرقانوني کان کیندونکي مړه او شل نور لادرکه دي. اسوشېټېډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی، چې ګومان کېږي، لادرکه غیرقانوني کان کیندونکي به هم د دې پېښې له کبله مړه شوي وي. چاراکو پرون شنبه ویلي، د ځمکې ښویېدنې پېښه د پنج شنبې ناوخته شوې او تر اوسه یو مړی هم نه دی ترلاسه شوی. ګومان کېږي زیات قربانیان به تر خاورو لاندې شوې وي. پولیسو نه دي ویلي چې د پېښې په وخت کې څو کسان په کان کې وو. Читать дальше...