الکوزی: د افغانستان صادرات زیات شوي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو خونه وايي افغانستان د روان ۲۰۲۳ کال په ۱۱ میاشتو کې څه باندې یو میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالر صادرات درلودل. د دې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خانجان الکوزي پرون- د لیندۍ ۱۳مه آزادۍ راډیو ته وویل چې دا ارقام د دوی دفتر ثبت کړي دي. الکوزي زیاته کړه: " د هغو ارقامو له مخې چې د سوداګرۍ او پانګونو له خونو سره دقیق موجود دي، د ۲۰۲۳ کال په یوولسو میاشتو کې تقریبا په ارزښت د یو میلیارد او شپږ سوه میلیون ډالرو صادرات شوي دي له افغانستانه نورو هېوادونو ته." ښاغلی الکوزی زیاتوي... Читать дальше...