آصف درانی: نیږدې ۴ نیم لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، د اکتوبر له پیله تراوسه پورې نژدې څلور نیم لکه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. پاکستان د اکتوبر په پیل کې اعلان وکړ چې ټول بې اسناده افغان کډوال دې د نومبر تر لومړۍ پورې له دغه هېواده ووځي، ګنې په زور به یې وباسي. اصف دراني پرون (چهارشنبې) په اسلام اباد کې یوه سیمنار ته په وینا کې وویل، هغو کسانو ته ویل شوي چې له پاکستانه ووځي چې په پاکستان کې«غیرقانوني» اوسیدل او د مهاجرو حیثیت یې نه درلود. ده په عین حال کې وویل چې په پاکستان... Читать дальше...