پر نامتو لوبغاړي 'ليونيل ميسي' د دوو اوونيو لپاره د لوبېدو بنديز ولګېد
د نړۍ د فوټبال پر نامتو لوبغاړي لیونیل میسي د دوو اونیو لپاره د لوبېدو بندیز ولګول شو.
دا بندیز د فرانسې پاریس سان جرمان لوبډلې لګولی دی چې د ارجنټاین کپتان لیونیل میسي د دې ټیم لپاره لوبه کوي.
پر میسي د دې لپاره دا بندیز لګېدلی دی چې دی سعودي عربستان ته د خپل کلب له اجازې اخیستو پرته تللی و.
د دې سزا له مخې به پنځه دېرش کلن میسي، نه په مسابقو کې برخه اخلي او نه به هم د پاریس سان جرمان په تمریني لوبو کې ګډون کوي.
د راپور له مخې میسي د خپل کلب چارواکي خبر کړي و چې په یوه تجارتي سفر سعودي عربستان ته روان دی، خو کلب اجازه ورنه کړه او دی په خپل سر روان شو.