پاکستان کې د سېلابونو له امله ۱۴ تنه مړه شوي
په پاکستان کې چارواکي وایي چې د دې اوونۍ د بارانونو له امله په دغه هېواد کې څوارلس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اسوشېټېډپریس اژانس د پاکستاني چارواکو په وینا خبر ورکړ چې د کشمیر په نیلم سیمه کې نهه سیلانیان اوبو وړي دي.
د دې کسانو د هویت په اړه تر اوسه څه نهدي ویل شوي.
څلور تنه نور د ورښتونو له امله په بلوچستان کې مړه شوې دي او یوه ماشوم په کراچۍ کې ساه ورکړې ده.
د هوا پېژندنې د ادارو له اټکل سره سم به روانه اوونۍ د پاکستان په ډېرو سیمو کې بارانونه وورېږي.
پروسږ کال په پاکستان کې د سېلونو له امله یو زر اووه سوه نهه دېرش کسان مړه شول او درې دېرش میلیونه نور اغېزمن شول.
د تېر کال بارانونو د پاکستان اقتصاد ته شاوخوا دېرش میلیارډه ډالر زیان ورساوه.