Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2023

د مطبوعاتو نړيواله ورځ؛ پر رسنیو د طالبانو محدودیتونو نیوکې زیاتې کړي

0
د مطبوعاتو نړيواله ورځ؛ پر رسنیو د طالبانو محدودیتونو نیوکې زیاتې کړي

د مطبوعاتو نړيواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت پر رسنیو او افغان خبریالانو د محدودیت له امله ګڼې نیوکې موجودي دي.

د همدې ورځې په مناسبت د رسنیو د ملاتړ او بشر حقونو بېلابېلو بنسټونو او شخصیتونو بیانونه او اعلامیې خپرې کړي دي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنيټ په دې مناسبت ټولو افغان خبریالانو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو ته د درناوي مراتب وړاندې کړي او په خپل ټویټر یې لیکلي چې افغان ښځینه خبریالانو له ټولو ظالمانه محدودیتونو سره سره د وضعیت راپور ورکولو ته دوام ورکړی دی.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې د ازادو، خپلواکو او ټولشموله رسنیو ازادۍ ته ژمن پاتې شي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، ژورنالېزم جرم نه‌دی خو د دغه سازمان د بیان پر بنسټ چې په ټویټر یې خپور شوی د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې په افغانستان کې د بیان ازادي ګواښل کېږي.

د دغه بنسټ په ټویټر لیکل شوي دي: "د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې په افغانستان کې ژورنالېستان نیول کېږي، شکنجه کېږي، ګواښل کېږي او ان د کړو خبرو له امله وژل کېږي."

د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې د طالبانو حاکم چارواکي دې د بیان ازادۍ ته ژمن پاتې شي او خبریالانو ته دې اجازه ورکړي چې په افغانستان کې به ازاد او خوندي توګه کار وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش خبرداری ورکړی چې رسنۍ د نړۍ په هر ګوټ کې تر بریدونو لاندې دي او له ټولو هېوادونو یې وغوښتل چې د حقایقو او د هغوی چې په اړه یې راپور ورکوي، د په نښه کولو مخه ونیسي.

ګوټېرېش پر خپل ټویټر لیکلي چې زموږ ټولې ازادۍ د بیان پر ازادۍ ولاړې دي، نړۍ باید هره ورځ له خبریالانو سره ودرېږي ځکه د ده په خبره دوی له حقیقت سره ولاړ دي.

دا په داسې حال ده چې نن د می درېیمه د رسنیو او مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.

دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت پر رسنیو او افغان خبریالانو د محدودیت له امله ګڼې نیوکې موجودې دي.

د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر افغان بنسټونه وايي، په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت ناهیلی کوونکي او له ننګونو ډک بللی دی.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د می درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو تحلیلي راپور کې تر ډېره په تېر کال کې خبریالانو ته د اوښتو زیانونو شمېرې خپرې کړي دي.

په دې راپور کې راغلي چې یوازې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې دننه ۲ خبریالان وژل شوي او ۵ په بدحال کې زندانیان دي.

په دې راپور کې د زنداني خبریالانو نومونه نه‌دي اخیستل شوي، خو په‌کې لیکل شوي چې په ټولیزه توګه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ۲۳۷ ځله د خبریالانو د حقونو د تر پښو لاندې کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټ نۍ په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې افغان رسنیو سخته ضربه ليدلې او د شاه تګ په حالت کې دي.

د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي دي: "په افغانستان کې له سیاسي تحولاتو وروسته په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او ننګونو له امله تر نیمايي زیاتو ازادو رسنیو کار بند کړ. ‎په دې سربېره د رسنیو له بندېدو وروسته تر ۶۵ سلنې ډېر خبریالان او د رسنیو کارکونکي بې‌کاره شوي دي. اقتصادي ستونزي د دې لامل شوې چې دا سکتور سخت زیان وګوري."

د رسنیو او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د طالبانو حکومت له خبریالانو سره په ناوړه چلند تورن کړی، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، حکومت یې له رسنیو سره همکار دی.

خو مجاهد وویل، هغه خبریالان چې په بېلابېلو ولایتونو کې وخت ناوخت د پوښتنو لپاره نیول شوي د رسنیزو فعالیتونو له امله نه وي بلکې نورې ستونزې موجودې وي.

نوموړي وويل: "رسنیو سره امارت همکار دی. په افغانستان کې همدا اوس رسنۍ ازاد فعالیت لري. کومې ادعاوې چې په دې اړه کېږي ناسمې دي. ځینې وخت د کال په اوږدو کې چې کوم خبریالان نیول شوي هغوی د رسنیزو فعالیتونو په جرم نه‌دي بلکې د دوی دوسیې نور لاملونه لري چې له امله یې دوی توقیف شوي دي."

خو یو شمېر افغان خبریالان چې اوسمهال په کابل کې د طالبانو تر ولکې لاندې کار کوي وايي، د طالبانو له لوري یې رسنیز فعالیتونه محدود شوي او ان په ځینو مسایلو کې یې ژوند ته ګواښ پېښ شوی دی.

يو افغان خبريال چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل: "زموږ نه یوازې کار بلکې زموږ ژوند هم په خطر کې دی، دلته موږ یوازې په دفتر کې کار کولای شو، هغه هم تر سختو قیوداتو لاندې بیرون نه‌شو تللی، لکه کنفرانس یا غونډې ته."

دغه راز يو بل خبريال چې دا هم نه‌غواړي نوم يې خپور شي وايي: "ان ډېر وخت د رسنیو مسولین ګواښل کېږي چې هغه خبرونه چې د طالبانو په کړنو په کې نیوکې وي باید خپاره نه‌شي. دلته خبریالي ډېره سخته شوې ده. د دې پر ځای چې موږ پرمختګ وکړو د شاه تګ په لور روان یو."

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په رسنیز ډګر کې تر ټولو زیات محدودیتونه پر مېرمنو لګېدلي دي.

ان تر دې، چې په تلوېزیوني خپرونو کې باید مخ پتې راڅرګندې شي او نارینه‌وو سره یو ځای خپرونې هم نه‌شي چلولی چې له امله یې زیات شمېر ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې هم پرېښي دي.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د شمېرو له مخې د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته په افغانستان کې اتیا سلنه ښځینه خبریالانو د محدودیتونو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей





Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Неделя мэра



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

«Подкупает, что Баста не умничает и не лезет в футбольную работу» — тренер «СКА‑Ростова» Попов




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»


ATP

Казахстанец совершил фантастический рывок в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Новости 24 часа

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России