په ننګرهار کې سېلابونو څلور کسان مړه کړي
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار کې بارانونو مالي او ځاني زیانونه اړولي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، تېره شپه د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د سختو بارانونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتې دي.
اعلاميه کې د باختر اژانس په حواله ويل شوي، د جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحيو کې تر ۴۰ پورې کورونه زيانمن شوي دي.
سرچينه زياتوي، د کامې په زايدخېلو، ماماخېلو، مېرازخېلو، ګوچ، شېرګړ او صفدري کليو کې سېلابونه راوتلي چې پهکې ۵۰ کورونه ويجاړ شوي، ۴ تنه مړه شوي او درې کسان نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د رسنيو دفتر اعلاميه کې دغه راز راغلي چې د سختو بارانونو له امله د دغه ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې ۱۰کورونه تخريب شوي او سلګونه جريبه ځمکه لهمنځه تللې ده.
د ننګرهار ځايي مسوولانو له نړيوالو مرسته کوونکو ادارو غوښتي چې په زيانمنو شويو سيمو کې دې ژر تر ژره مرستې وکړي.
تېره شپه د کابل په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې سخت توپانونه او شديد اورښتونه وشول چې له امله د زيانونو راپورونه ورکړل شوي دي.