بغلان کې د مقاومت جبهې او طالبانو تر منځ نښته؛ د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي
د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د طالبانو او د ملي مقاومت د جبهې د وسلهوالو تر منځ جګړه کې د راپورونو له مخې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ملي مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې دوشنبه ناوخته تایید کړې چې له طالبانو سره په جګړه کې د روحالله په نوم د جبهې د یوه قومندان په شمول څلور کسان وژل شوي.
د مقاومت جبهې په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې د طالبانو په بریدونو کې د قومندان روحالله مور او درې ماشومان سخت ټپيان شوي.
جبهې همداراز ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو د طالبانو ۹ کسان وژلي او ۱۶ نور یې ټپيان کړي دي.
د طالبانو چارواکو لا د بغلان د خوست د جګړې په اړه څه نهدي ویلي.
خو د بغلان د خوست ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو پر خواله رسنیو د ویډیوګانو په خپرولو سره ادعاوې کړي چې طالب جنګیالیو تر جګړې وروسته د دوی ځينې کورونو سوځولي او یو شمېر خلک یې بندیان کړي دي.