افغانستان کې د يوټيوب چلوونکو فعاليتونه او مينهوال زيات شوي؛ دوی څه خپروي؟
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د یوټیوب چلونکو فعالیتونه زیات شوي چې دوی د بېلابېلو ویډیو پروګرامونو په لرلو سره پر کور دننه او بهر ګڼ مینهوال موندلي.
۲۵ کلن میوند او د هغه ۲۴ کلنه مېرمن رخسار وصیل، له نږدې یوه کال راهیسې د 'شبکهی ما' په نوم یوټیوب چینل جوړ کړی دی.
په یوټیوب چینل کې د دوی ویډیوګانې د دوی د ورځني کورني ژوند ډېری برخې ښیې، کوم چې ظاهراً د دوی د لیدونکو د خوښې وړ ګرځي.
میوند وصیل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ ډېری وخت هڅه کوو چې د کورنیو لپاره خپرونې ولرو. د پخلي خپرونې او تفریحي وبلاګونه لرو. په سودا اخیستو پسې ځو، خپل ورځني ژوند په هکله خپرونې جوړو چې افغانه کورنۍ څه مصروفیت لري. زموږ د چينل نوم 'شبکهی ما' دی. زه، مېرمن مې او دوه بچیان مې یو ځای کار کوو او همدا خبره يو ډېر ښه حس لیدونکو ته ورکوي، د همدې لپاره مو د خپل چينل نوم شبکهی ما یا زموږ شبکه کېښود، چې یوازې زموږ نه بلکې د لیدونکو چينل هم دی."
دغه افغانه جوړه چې تر دې وړاندې یې د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې کار کړی، د نږدې یو کال په موده کې یې تر شل زره څارونکي یا سبسکرایبران پیدا کړي دي.
د دوی په وینا، د خپلو ویډیو ګانو د جذابیت له امله توانېدلي چې په لومړیو شلو ورځو کې د یوټیوب شبکې نه عاید ترلاسه کړي.
رخسار وصیل وايي، د دوی د ویډیوګانو د جوړولو موخه د افغانستان د بېلابېلو ځایونو، دودونو او کلتور معرفي کول دي.
نوموړې وايي، ویډیوګانې یې د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې مینه وال لري.
اغلې رخسار وايي: "زموږ ډېری لیدونکي له افغانستانه بهر اوسېږي او له هېواده لرې دي. موږ د ښار، بازار او د ژوند د عنعناتو څخه خپرونې جوړوو، دا خپرونې هغوی ته دا احساس ورکوي چې د وطن په یاد کې وي. ان ډېری هغه ملګري چې دا خپرونې ویني ډېر خوشحالېږي، د خپلو خاطرو وایي او د خوښۍ احساس کوي."
دا وايي، په یوټیوب کې د ویډیویي خپرونو په جوړولو سره کورنۍ هڅوي چې څنګه کولای شي د کورنۍ چارې پرمخ بوځي او ځانګړي ورځې لکه د زوکړې او واده کلیزې او نورې ځانګړې ورځې ونمانځي.
'سن رایز افغانستان' بل یوټیوب چینل دی چې د سباوون مومند لهخوا جوړ شوی او د دې شبکې له لارې د افغانستان د کمو لیدل شویو سیمو ویډیوګانې خپلو لیدونکو ته وړاندې کوي.
مومند ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان ۲۲ ولایتونو ته یې سفرونه کړي او د دغو ولایتونو ویډیويي راپورونه یې جوړ کړي دي.
نوموړی وايي: "موږ هڅه کوو چې هغه سیمو ته ورشو چې پخوا هلته تګ سخت و. په دې څوک نهپوهېدل چې په هلمند کې د اسیا په سطحه ډېر ښه مالوچ کېږي. د بېلګې په توګه د خوست، پکتیا، نورستان او پکتیکا تورې جلغوزې ډېرې ښې دي. ۲۲ ولایتونو ته لاړو، داسې سیمې مو د کامرې ښکار کړې چې بیخي چا تصور نهکاوه چې دا به افغانستان وي. ان د سیمې خلک نهپوهېدل چې د افغانستان کوم نظام دی. تېر کال د کونړ یوې سیمې ته تللی وم، راته یوه سپین ږیري وویل چې اوس به هم زموږ پادشاه ظاهر شاه وي."
'کابل' د یوټیوب یوه بله شبکه ده چې په یوه کال کې یې د تفریحي، سېلاني او اړمنو کسانو ته د مرستې پروګرامونو په خپرولو سره تر ۵۰ زره زیات سبسکرایبران موندلي دي.
د دې شبکې یوه کارکوونکې، نیلوفر رحماني د خپلو خپرونو موخه داسې بیانوي: "غواړو د هغو هېوادوالو لپاره چې له هېواده لرې دي داسې خپرونې ولرو چې د وطن لریتوب لږ احساس کړي. زما یوه جالبه خاطره دا ده چې په یو ولایت کې مې له یوې مېرمنې سره ولیدل چې له بهر څخه راغلې وه. هغې راته وویل چې زما خپرونې ویني او د همدې له امله وطن ته راغلې، ځکه ډېره خپه شوې وه. دا زما جالبه خاطره ده."
د یوټیوب شبکو لیدونکي په ځانګړې توګه له افغانستانه بهر د افغان یوټیوبرانو له کورني پروګرامونو سره ډېره مینه لري.
رایحه مسعودي چې په جرمني کې اوسېږي ازادي راډیو ته یې وویل، د افغان یوټیوبرانو د خپرونو په کتلو سره د وطن لریتوب کم احساسوي.
اغلې رايحه وايي: "یوازېنۍ لاره چې ماته دا احساس راکوي چې زه اوس هم په افغانستان کې یم او د وطن لریتوب لږ احساسوم. همدا د یوټیوب شبکې دي چې زموږ هېوادوالو د افغانستان دننه، جوړې کړي دي. ډېری دا شبکې تعلیمي او تفریحي پروګرامونه لري، موږ په ګډه دا خپرونې وینو او د افغانستان له حالاتو نه خبریږو."
په افغانستان کې له سیاسي بحرانونو وروسته، د هغو رسنيو فعالیتونه چې ټولنیز او تفریحي خپرونې یې درلودې محدود او یا هم په بشپړه توګه ودرول شوې چې له هغه وروسته د یوټیوب شبکې او د افغان یوټیوبرانو بازار تود شو او ظاهراً د هغوی خپرونې، په افغانستان او بهر کې د خلکو په منځ کې خپل ځانګړی ځای موندلی.
افغان یوټیوبران وایي، د خپرونو په جوړېدو په دې توانېدلي چې له دې لارې پیسې وګټي او تر څنګ یې په افغانستان او بهر ملکونو کې د خپلو مینهوالو لپاره سرګرمي جوړه کړي.