د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان د درغليوو په يوه قضيه کې ونيول شو
القادر ټرسټ د القادر پوهنتون د معياري کولو لپاره جوړ شوی وو او بسپنې پکې راټولېدلې. پر عمران خان تور دی چې د ټرسټ په دې پیسو کې یې درغلي کړې او هغه یې بې ځايه کارولې دي. عمران خان دا تورونه ردوي او په دې اړه مقدمو ته حاضر شوی وو.