نبي د سرطان د درملنې روغتون جوړېدو په اړه د روغتيا وزارت له مسوولانو سره ليدلي
د افغانستان د کرکټ وتلي ستوري او پخواني لوبډلمشر محمد نبي هڅه پيل کړې چې دغه هېواد کې د سرطاني ناروغیو در درملنې یو روغتون جوړ کړي.
محمدنبي په دې اړه پرون چهارشنبه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره کتلي چې د لیدو کتو جزییات او انځورونه یې باختر اژانس خپاره کړي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي، د عامې روغتیا وزارت د دې اقدام په پلي کولو کې دغه افغان لوبغاړي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
محمدنبي څه موده مخکې د عمرې د اداکولو پر مهال یوه پيغام کې ویلي و چې افغانستان ته له ستنېدو سره سم به د همداسې یوه روغتون د جوړولو هڅه کوي.
د دغه روغتون د جوړولو هڅې داسې مهال کېږي چې لا هم د نجونو طبي او نور پوهنتونونه په افغانستان کې بند دي او معلومه نهده چې څه وخت به پرانيستل شي.