د ارمنستان او اذربایجان پر سرحدي پولو نښتې شوي
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اروپايي ټولنې په منځګړتوب د خبرو اترو په درشل کې نن د مې ۱۱مه د دغو دواړو هېوادونو په پولو کې د نویو بریدونو راپورونه ورکړل شول او دواړو لورو یو بل د دې کار په پیل تورن کړل.
د ارمنستان د دفاع وزارت وايي، د اذربایجان ځواکونو نن سهار د دغه هېواد د پلازمېنې ایرووان ختیځ په ۱۸۰ کیلومترۍ کې د دوی پر پوستو ډزې کړي چې په پایله کې یې درې ارمني سرتېري ټپیان شوي دي.
خو د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي چې د ارمنستان ځواکونو نن د اذربایجان د پوځ پر پوستو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې یو اذربایجانی سرتېری سخت ټپي شو.
دغه تاوتریخوالی داسې وخت رامنځته شوی چې د اروپا شورا پرون د مې ۱۰مه اعلان وکړ چې د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان او د اذربایجان ولسمشر الهام علییف د مې په ۱۴مه په بروکسل کې د لیدنې لپاره موافقه کړې ده.