له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د اسنادو علني کولو لايحه تصويب ته وړاندې شوه
د امریکا د سنا دوو مخکښو غړو هغه لایحه یوځل بیا د تصویب لپاره وړاندې کړې چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په درشل کې د امنیتي حالت د خرابېدو په اړه د بهرنیو چارو وزارت کې د ورکړل شوي خبرداري د اړوندو اسنادو علني کول غواړي.
د راپورونو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط نږدې یوه میاشت مخکې (د جولای په ۱۳مه) په لېږل شویو دې پټو اسنادو کې خبرداری ورکړل شوی و، چې د افغانستان امنیتي حالت په چټکۍ سره په خرابېدو دي او طالبان چې هغه مهال یې د جمهوري نظام پرضد جګړه کوله، د کابل د نیولو توان لري.
لایحه د بهرنیو چارو له وزارت څخه هم غواړي چې د دې اسنادو یوه محرمه نسخه ګانګرس ته وسپاري او د اسنادو د استوونکي اړوند شخصي معلومات ترې وباسي.
د ولسمشر بایډن اداره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر بېنظمه وتلو د یونیم کال له اوښتو وروسته، لا هم نهغواړي د دې اسنادو کاپي کانګرس ته ورکړي.