ایران کې د جنوب پراختيا په نوم د ورځپاڼې مسوول مدیر وژل شوی
په ایران کې د جنوب د پراختیا په نوم د یوې ورځپاڼې مسوول مدیر اکبر لیموچي د دې هېواد د جنوب لوېدیځ ولایت خوزستان په یو کافي کې وژل شوی دی.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې یوه وسله وال کس تېر ماښام کافي تر ننوتو وروسته پر لیموچي ډزې وکړې.
بریدګر له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.
د دې پېښې لامل تر اوسه نه دی معلوم.