د ترکیې خلک نن په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د رایو مرکزونو ته لاړل
د ترکیې خلک نن په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د رایو مرکزونو ته لاړل.
دا انتخابات د اوسنۍ ترکیې په سل کلن تاریخ کې تر ټولو مهم ګڼل کېږي.
اهمیت یې په دې کې دی چې دا انتخابات د ولسمشر رجب طیب اردوغان شل کلن واک پای ته رسولی شي.
رایه ورکوونکي به نه یوازې په دې اړه پرېکړه وکړي چې څوک د ترکیې ولسمشر شي بلکې د ترکیې د اقتصاد لوری او د بهرنۍ پالیسۍ تګلاره به هم وټاکي.
نظرپوښتنې ښيي چې تر رجب طیب اردوغان د ده سیال کمال قلیچدار اوغلو لږ څه وړاندې دی.