په نورستان کې د لسګونه رغنیزو پروژو چارې پیل شوي
په نورستان کې د پنځه میلیون ډالرو په لګښت د شاوخوا ۲۰۰ رغنیزو پروژو د تطبیق چارې پیل شوي او تمه ده له دې سره به د دې ولایت زرګونه اوسېدونکو ته د کار امکان برابر شي.
په دې پروژو کې د استنادي دېوالونو، سړکونو، سربندونو، او ویالو جوړول شامل دي.
د نورستان د کلیو د پراختیا ریاست ویلي چې د دې پروژو لګښت ملګري ملتونه ورکوي.
د نورستان لپاره د طالبانو سرپرست والي شېراحمدحقاني ویلي چې له دې پروژو څخه به د مرکز او ولسوالیو خلک ګټه واخلي.