امريکا: بايډن د ترکیې په ټاکنو هر بريالي نوماند سره همکارۍ ته سترګې پر لار دی
سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر جوبایډن به د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو له هر ګټونکي نوماند سره همکارۍ ته سترګې پر لار وي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دغو ټاکنو د لومړني سوله ییز پړاو هرکلی کړی دی.
د ترکیې د ټاکنو عالي بورډ وايي، د ولسمشرۍ دویم دور ټاکنې د می په اته ویشتمه ترسره کېږي.
د دغه بورد مشر احمد یینر په انقره کې یوې خبري غونډې ته وویل: "دا اوس ښکاره شوه چې هيڅ یوه کاندید د بریا لپاره لازمې رایې نه دي خپلې کړي. زموږ کمېټې پرېکړه وکړه چې د ټاکنو دویم دور به د مخکیني مهالویش په اساس د مې په ۲۸ چې یکشنبه به وي ترسره کړي."
په لومړي دور ټاکنو کې چې یکشنبه وشول اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۹ نیم سلنه او د هغه اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو نږدې ۴۵ فیصده رایې وګټلې.
څه باندې ۶۴ میلیونو ترکانو رایې کارولې دي.