د پنجاب حکومت وايي د خبریالانو په موجودګۍ کې د عمران خان د کور تالاشي اخلي
د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې. د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل شول او پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو ته زیان واوښت.