والیبال؛ د کام اير لوبډلې هانګ کانګ ۳ پر صفر ماتې ورکړه
د کام اير لوبډلې هانګ کانګ ۳ پر صفر ماتې ورکړه.
یاده سیالي چې نن جمعه د بحرین هېواد پر وخت تر غرمې وروسته دوه بجې پیل شوې وه، لومړنۍ درې سیالۍ د افغانستان کام اير لوبډلې وګټلې او په دې سره یې هانګ کانګ ته ۳-۰ ماتې ورکړه.
د کام ایر د والیبال لوبډلې د لوبې په لومړي سيټ کې ۲۵ د ۲۳، په دویم سیټ کې ۲۵ د ۱۷ او په درېیم سيټ کې ۲۵ د ۱۲ پر وړاندې بری وموند.
یاده لوبډله به خپله وروستۍ سیالي د می میاشتې په شلمه نېټه ترسره کړي.
د ویلو ده چې د اسیا د اتلو کلبونو په روانو سياليو کې کام اير لوبډلې خپلې لومړنۍ درې سیالۍ بايللې وې او په ټورنمنټ کې د مخکې تګ چانس نه لري.