د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې ترکمنستان ته ماتې ورکړه
دغه لوبه د مرکزي اسیا د ۲۰ کلنو فوټبال سیالیو په لړ کې د تاجکستان په دوشنبه ښار کې یکشنبه مازیګر مهال ترسره شوه.
افغانستان په دې بریا سره د درېیو نمرو په ترلاسه کولو په موقت ډول د ګډون کوونکو لوبډلو په منځ کې دویم ځای خپل کړ.
د پرون ورځې په دویمه لوبه کې د ایران ټیم د ازبکستان ټیم ته درې پر دوه ماتې ورکړه او د ازبکستان ټیم د دې سیالیو مشر شو.
په دې سیالیو کې د افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران لوبډلې برخه لري.
په دویمه لوبه کې به افغان لوبډله نن د تاجکستان له لوبډلې سره سیالي کوي، د دوی لوبه به د کابل پر وخت د مازدیګر په څلور نیمو بجو ترسره شي.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ به د ليګ په بڼه ترسره کېږي او افغان لوبډله به له دغو ټولو لوبډلو سره لوبې کوي.
کومه لوبډله چې ډېرې نمرې ترلاسه کړي، د اتلولۍ جام به وګټي.