طالبانو له ايران سره د خوړو، درملو او روغتيايي برخو کې تړون لاسليک کړ
د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو ادارې د ایران د خوړو او درملو له ادارې سره د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاريو تړون لاسلیک کړ.
د خوړو او درملو د ادارې رییس ډاکتر عبدالباري عمر په دې اړه په یوه ناسته کې ویلي: "ایران تقریباً تر ډېره حده پورې د درملو، خوراکي توکو او طبي وسایلو په برخه کې خودکفا دی. په همدې اساس موږ هیله لرو چې وکولای شو دا ټکنالوجي افغانستان ته انتقال کړو. د دوی تجاران راشي زموږ له کمپنیو او شرکتونو سره کار وکړي."
په دغه هوکړهلیک کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوی، د پانګونې لپاره د زمینې برابرول او د افغان کارکوونکو د وړتیا د لوړولو لپاره په ایران کې د لوړو زدهکړو د بورسیو برابرول مهمې برخې دي.