امريکا بيا له روسيې د والسټریټ ژورنال د خبريال د خوشې کېدو غوښتنه کړې
![امريکا بيا له روسيې د والسټریټ ژورنال د خبريال د خوشې کېدو غوښتنه کړې](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-e22f-08db31078511_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا متحدو ایالتونو یو وار بیا له روسیې د والسټریټ ژورنال د خبریال ایوان ګیرشکوویچ د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
پرون دا غوښتنه وروسته له هغې وشوه، چې د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې د دغه امریکايي خبریال د توقیف د مودې د غځېدو هڅه وکړه.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي له سي این این سره په مرکه کې وویل، د ګیرشکوویچ د توقیف موده باید ونه غځېږي.
د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې د مارچ پر ۳۰مه وویل، چې د ګیرشکوویچ په وړاندې یې د جاسوسۍ دوسیه پرانیستې ده.
دا تر سړې جګړې وروسته لومړی وار دی چې په روسیه کې د امریکا یو خبریال نیول کېږي او د جاسوسۍ تور ورباندې لګول کېږي.