د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتيايي مرستو د دوام خبر ورکړی
![د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتيايي مرستو د دوام خبر ورکړی](https://gdb.rferl.org/bc5c0000-0aff-0242-6870-08d9cbad21a2_w800_h450.jpg)
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په تېره اپرېل میاشت کې له ۵ لکه ۸۷ زره ۶۳۵ کسانو سره په هغو روغتیايي مرکزونو کې د روغتيايي څارنې مرسته شوې چې د روغتیا نړیوال سازمان یې ملاتړ کوي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، د روغتیا نړیوال سازمان او نور روغتیايي شریکان به یې د خپلو روغتیايي مرکزونو او ګرځنده ټیمونو په مرستو خپلو روغتیايي خدماتو ته دوام ورکوي.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د درېیو ناروغیو کرونا، تورې ټوخلې او ډینګي ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.