ايران د عربستان لپاره 'علي رضا عنايتي' خپل نوی سفير نومولی
![ايران د عربستان لپاره 'علي رضا عنايتي' خپل نوی سفير نومولی](https://gdb.rferl.org/ECB54A7B-43CE-440D-9E2C-9AF10849EF8E_w800_h450.jpg)
ایران له سعودي عربستان سره د خپلو اړیکو عادي کولو په لړ کې، د ریاض لپاره خپل نوی سفیر ونوماوه.
سعودي عربستان او ایران له کلونو راهیسې په خپلو کې پر ځینو مسایلو سخت رقابت درلود.
د ایران شرق ورځپاڼې د پروني راپور له مخې ډیپلومات، علي رضا عنایتي به په نږدې راتلونکي په ریاض کې د ایران د سفیر په توګه خپل کار پیل کړي.
عنایتي په وروستیو کې د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د فارس خلیج سیمې د عمومي مدیر په توګه کار کړی دی.
په دواړو هېوادونو کې د هر هېواد سفارت هڅه کوي، چې ژر خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.
دا د دواړو هېوادونو ترمنځ په ډیپلوماتیک ډګر کې تر اووه کلن کړکېچ وروسته د اړیکو عادي کولو لومړني ګامونه دي.
دا اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې سعودي عربستان شیخ نمر باقر النمر او یو شمېر نور شیعه مخور اعدام کړل چې په غبرګون یې په تهران کې د سعودي سفارت او په مشهد کې د دغه هېواد قونسلګرۍ ته د ایران د رژيم سرسخته پلویان ورننوتل.
په ځواب کې د سعودي عربستان حکومت له تهران سره خپلې اړیکې پرې کړې چې د کلونو کلونو سیمهییزو سیالیو او نورو کړکېچونو له امله سختې ترینګلې شوې.