د اوکراين پوځ: په باخموت کې جګړه روانه ده
د اوکراین پوځ وایي چې پر باخموت ښار او شاوخوا سیمو یې د ولکې د ټینګېدو لپاره تر اوسه جګړې دوام لري.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن چهارشنبې وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوکرایني ځواکونو د روسي ځواکونو ۲۶ حملې په شا تمبولي دي.
ویل شوي چې د روسیې حملې د باخموت اودیوکا او ماریانکا د جبهې پر لومړۍ کرښې متمرکزې دې.
د اوکراین په ختیڅ دویڅک کې دا سیمه اوس د جګړې پر مرکز بدله شوې ده.
د اوکراین پوځ دغه راز ویلي، روسي ځواکونو د باخموت په شمال کې پر لیومان او د خارکیف د سیمې پر کوپیانسک هم حملې کړې دي.
د اوکراین د خیرسون د سیمې پوځي مشر اولیکساندرپروکودین پر ټلېګرام د بیریسلاف پر ولسوالۍ د روسي ځواکونو په بریدونو کې د دو ملکي وګړو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
هغه ویلي چې روسیې په دې ګڼ مېشته سیمه کې د خلکو د اوسېدو ودانۍ او بنسټیز تاسیسات په نښه کړې دي.