روسیې د والسټریټ ژورنال د خبریال د بند موده وغځوله
![روسیې د والسټریټ ژورنال د خبریال د بند موده وغځوله](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-e22f-08db31078511_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
د مسکو یوې محکمې پرون د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د خبریال ایوان ګیرشکوویچ د توقیف د مودې د غځولو حکم ورکړ.
د دې حکم له مخې ګیرشکوویچ به لږ تر لږه د اګست تر دېرشمې په توقیف کې پاتې کېږي.
د محکمې غونډه د تړلو دروازو شاته جوړه شوې وه.
متحدوایالاتو پرون پر روسیې غږ وکړ چې دا خبریال خوشې کړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي سي این این تلوېزیون ته وویل، د ګیرشکوویچ د توقیف موده باید اوږده نه شي.
د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې د مارچ پر دېرشمه وویل د ګیرشکوویچ پرضد یې د جاسوسۍ دوسیه پرانیستې ده.
دا تر سړې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې یو امریکایی خبریال په روسیه کې نیول کېږي او د جاسوسۍ تور پرې لګول کېږي.