فوټبال؛ افغانستان خپله درېیمه سیالي له ایران سره کوي
د مرکزي اسیا هېوادونو د شل کلنو ځوانانو د فوټبال په سیالیو کې افغانستان نن چهارشنبه خپله درېیمه سیالي له ایران سره ترسره کوي.
دغه سیالي به د کابل پر وخت تر ماسپښین وروسته ۴:۳۰ بجې په تاجکستان کې پیل شي.
افغان لوبډلې په روانو سیالیو کې لومړي سیالي له ترکمنستان ګټلې او تاجکستان سره یې په مساوي توګه پای ته رسولې ده.
د افغانستان د ځوانانو فوټبال لوبډله اوسمهال د نومرو په جدول کې ۴ امتیازه لري او دویم مقام کې قرار لري.
د ویلو ده چې افغان لوبډله به خپله وروستۍ سیالي له ازبکستان سره ترسره کړي.