ملګري ملتونه له طالبانو سره د مرستو وېش لپاره د همغږۍ کمېټه جوړوي
![ملګري ملتونه له طالبانو سره د مرستو وېش لپاره د همغږۍ کمېټه جوړوي](https://gdb.rferl.org/08610000-0a00-0242-1810-08d9fc38b5bf_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو له طالبانو سره موافقه وکړه چې د مرستو د سم وېش لپاره به د طالبانو د سرپرست حکومت له ادارو سره د همغږۍ یوه کمېټه جوړه کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په خپل ټویټر کې د دې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړ.
دا خبر وروسته تر دې خپور شو چې په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې پرون د ملګرو ملتونو ادارو او د طالبانو د سرپرست حکومت د استازیو غونډه جوړه شوه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي رامز الاکبروف چې د یوناما مرستیال هم دی، غونډې ته وویل چې دی دا هڅه کوي چې د مرستو د وېش چارې داسې تنظیم شي چې خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي او د افغانانو د اقتصاد څرخ وڅرخي.