روسیه کې چین ته د جاسوسۍ په تور دوه کسان نیول شوي
رویټرز خبري اژانس چین ته د جاسوسۍ په تور د روسیې د یوه علمي مرکز د رییس او د توغندیو د ټکنالوژۍ د دوو متخصصانو د نیولو خبر ورکړ.
دې اژانس پرون چهارشنبې د خبرو سرچینو په قول وویل چې نیول شوي کسان چین ته د روسیې د پوځي اسرارو په ورکولو تورن شوي دي.
د راپور له مخې، د نظري او عملي میخانیک موسسې رییس ۵۶ کلن الکساندر شیپلیوک او دوه نور متخصصان تورن شوي چې په ۲۰۱۷ م کال کې یې په چین کې د یوه علمي کنفرانس په لړ کې پټ پوځي معلومات چینایانو ته افشا کړي دي.
خو هغوی ویلي، د کومو معلوماتو په اړه چې دوی له چینایانو سره پرې خبرې کړي، محرمانه نه دي او په انټرنېټ کې موندل کېږي.