شهباز شریف پېښور کې د رېډیو پاکستان د ودانۍ د سمدستي بیارغونې امر کړی دی
شهباز شریف حکومتي دریځ تکرار کړ چې رېډیو پاکستان او نورو حکومتي او پوځي ودانیو ته زیان رسوونکي به د قانون منګولو ته سپاري. "چې کومو خلکو دا شرمناک کار کړی دی، په هغو او ترهګرو کې هېڅ توپیر نه شته."