اسد عمر د تحریک انصاف له دندو او فواد چودري له ګونده استعفا ورکړې ده
د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان د ګرفتارۍ په غبرګون کې په پاکستان کې په قهرجنو مظاهرو کې پر دولتي او شخصي ودانیو حملې وشوې چې تر هغې وروسته د تحریک انصاف ګڼ مخکښه سیاستوالان او سلګونه پلویان نیول شوي دي.