اوکرایني چارواکي: روسيې پر کيیف توغندويي بريدونه کړي
په اوکراین کې پوځي چارواکي وایي چې نن سهار وختي روسي ځواکونو پر پلازمېنه کییف د توغندیو برید کړی دی.
په کییف کې پوځي ادارې نن په ټلېګرام کې لیکلي چې د توغندیو خطر زیات شوی، خو دافع هوايي سیستم په سیمه کې ښه کار ورکړی دی.
تر اوسه د دې برید د اوښتو زیانونه په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
روسیې د تېر کال له اکتوبر را وروسته په اوکراین کې د توغندیو بریدونه زیات کړي دي.