پاکستان کې وروستي تاوتریخجن اعتراضونه؛ پوځ ته سپارل شوي ۳۳ کسان محاکمه کېږي
په پاکستان کې هغه کسان چې په وروستیو تاوتریخجنو اعتراضونو کې په لاس لرلو تورن وو، پوځ ته سپارل شوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله نن وویل، ۳۳ کسان پوځ ته سپارل شوي او ټاکل شوې چې په پوځي محکمو کې به محاکمه شي.
دا کسان د مې په نهمه نېټه د مخکیني صدراعظم عمران خان د نیولو په غبرګون کې د اعتراضونو پرمهال پر پوځي تاسیساتو په برید تورن او نیول شوي وو.
ثناالله وویل، تورن هغه کسان دي چې حساسو دفاعي تاسیساتو ته ننوتي وو، خو د هغه په وینا دا پوښتنه لاهم نه ده ځواب شوې چې دوی څنګه پوځي تاسیساتو ته په ننوتلو بریالي شوي وو.