Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2023

آی او ایم: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ پرمهال افغانان له خطر سره مخ دي

0
آی او ایم: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ پرمهال افغانان له خطر سره مخ دي

د کډوالۍ نړيوال سازمان یا آی او ایم وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ پر مهال ناقانونه کډوال له خطر او سرغړونو سره مخ دي.

يو افغان کډوال چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، دا چې د پاکستان ویزه اخیستل ډېر سخت شوي اړ شو، چې د سپین بولدک له لارې په قاچاقي ډول دې هېواد ته ولاړ شي.

دی وايي، په لاره کې پر څو قاچاق کوونکو وپلورل شو او مالي زیانونه او ان وهل ټکول یې تجربه کړل.

یاد افغان کډوال وایي: "ما له یوه قاچاقبر سره خبرې وکړې، پیسې یې رانه واخیستې. په ۸ زره مو خبرې کړې وې، زه یې په نیمه لار کې پرېښودم، بکسونه مې ورک شول. بیا بل قاچاقبر راغی، ټوله ورځ روژه وم، خو تېره شوه، هغه موږ د پولې هاخوا تېر کړو، داسې رویه یې راسره وکړه چې زړه مې له ژونده تور شو. د پولې ورهاخوا بل قاچاقبر راغی، هغه هم رانه پیسې واخیستې. ماسره ښځې هم وې، ډېرې ستونزې مو ولیدې."

سونا فرهنګیار د بشري حقونو فعاله او په پاکستان کې یوه کډواله ده.

سونا ازادي راډيو ته وویل، که څه هم له تورخم څخه یې پاکستان ته په قانوني ډول سفر وکړ، خو د پاکستاني پوله ساتو ورسره نامناسب چلند وکړ.

نوموړې وايي: "زه له قانوني لارې د تورخم پولې څخه پاکستان ته دننه شوم، خو زما بکس یې څو څو ځله تالاشي کړ. وچې مېوې یې رانه واخیستې. تالاشي کوونکو مېرمنو ویل موږ ته پیسې راکړئ کنه ویزې مو څيرې کوم. د وهلو ټکولو شاهدان هم و. د دې لپاره چې موبایلونه مو نه شو ایستلای ومې نه شو کولای چې ويډیو ثبت کړم او تاسو ته یې ولېږم."

یوه بله کډواله مېرمن چې تازه د پنجشنبې په شپه د تورخم دروازې له لارې په ناقانونه توګه پاکستان ته تللې، وايي چې څو میاشتې یې د پاکستان ویزې ترلاسه کولو ته انتظار وکړ، خو بریالۍ نه شوه.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې له څلور کلنې لور سره د تورخم دروازې شاته ټوله ورځ انتظار وه څو پاکستان ته واوړي.

ياده مېرمن چې نه غواړي نوم یې ياد شي وايي: "۱۲۰ زره کلدار یې له ما څخه واخیستې او ۱۰ زره یې زما له لور څخه. زه د سهار ۷ بجې تورخم ته ورسېدم. ۶ بجې په ډېرو ستونزو د تورخم له وروستۍ دروازې څخه پاکستان ته دننه شوم. دا چې یوه مېرمن له خپلې لور سره یوازې د سهار له ۶ بجو د ماښام تر ۷ بجو پورې انتظار پاتې شي او په دې ګرمۍ کې ښکته پورته ولاړه شي ډېر ستونزمن کار دی."

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی او یام په یوه نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ پر مهال ناقانونه او بې اسناده کډوال له خطر او سرغړونو سره مخ دي.

دا سازمان زیاتوي، ډېری افغانان هڅه کوي چې په قانوني یا غیرقانوني ډول پاکستان ته سفر وکړي چې ډېری یې د کار، زده کړې، درملنې، د کورنۍ لیدلو او یا د امنیتي ګواښونو څخه د تېښتې لپاره، تر ډېره قاچاقي لارې غوره کوي، ځکه چې د دې سازمان په وینا ډېری افغانان لازم سفري اسناد نه لري.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د روان کال تر مارچ میاشتې پورې "۳۴۰ زره افغانان د سرحدي سیمو له لارې پاکستان ته تللي او ښايي ډېری یې دا کار له غیرقانوني لارو کوي."

د آی او ایم راپور پر بنسټ، د دواړو هېوادونو د کړکېچنو اړيکو له امله په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو د وروستيو راپورونو له مخې، په دې هېواد کې د هغو افغانانو وضعيت مخ پر خرابېدو دی چې د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري.

دې سازمان په خپل راپور کې دا هم ویلي چې سږ کال د اضافي منابعو د ترلاسه کولو پر بنسټ پلان لري چې د سپین بولدک او تورخم له لارې له پاکستانه راستانه شوي ۶۵۰۰ ناقانونه افغان کډوالو ته د خوندیتوب مرستې ورسوي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل چې افغانان باید په خپل هېواد کې د پاتې کېدو هڅه وکړي.

نوموړي ويلي: "موږ په وار وار د دې موضوع په اړه پاکستاني چارواکو سره غږېدلي یو، هغوی هم خپلې ستونزې لري. دوی ټولو ته اجازه نه شي ورکولای یوازې ناروغانو او هغه کسانو ته اجازه ورکوي چې ډېره اړتیا ولري. که نه بیا دې ته لاره خلاصېږي چې خلک د ناقانونو لارو څخه هڅه وکړي. افغانان دي هم په خپل کور کې پاتې شي او خپل ژوند دي تنظیم کړي. یوازې د درملنې یا عاجلو اړتیاو لپاره دې له قانوني لارو څخه ولاړ شي. ناقانونه لارې ډېرې ستونزې رامنځته کوي."

دا په داسې حال کې ده چې په کراچۍ او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې هغه افغانان چې د درملنې، زده کړو، له کورنيو سره د ليدلو او يا د امنيتي ګواښونو له امله تښتېدلي او د اړتيا وړ قانوني اسناد نه لري د پاکستان د پوليسو له خوا نيول شوي او دا مهال لسګونه افغانان په کراچۍ او د نورو ښارونو په زندانونه کې په بد حالت کې دي.

تر دې چې څلور تنه افغان کډوال د کراچۍ په زندانونو کې د مناسبو روغتیایي اسانتیاوو د نشتون له امله مړه شوي هم دي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Неделя мэра





Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Булат Окуджава и мой ответ тем, кто хотел бы его «отменить»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов


ATP

Даниил Медведев идет третьим в чемпионской гонке ATP, Андрей Рублев — пятый



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Психолог Яушева: при разрыве отношений стоит взять паузу для оценки ситуации



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России