ایراني چارواکي: عراق ته د ګازو صادراتو کمېدو لامل تخنيکي ستونزه ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون جمعه خپل عراقي سیال ته ویلي چې عراق ته د ګازو په صادراتو کې د کموالي علت تخنیکي مسایل دي او په دغو صادراتو کې د کموالي پرېکړه تهران نه ده کړې.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د بغداد له خوا د زیاتې پیمانې پیسې د نه ورکولو موضوع حل کړي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د تېرې اوونۍ پر مهال د ګازو د صادراتو د کمېدو پر موضوع د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړې.
د اعلامیې له مخې د عراق د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ګازو د کمېدو موضوع د دې سبب شوې چې د برښنا تولید هم کم او ورځنی ژوند ورسره مختل شي.
د عراق یو هیئت به چې مشري به یې د برښنا وزیر کوي بله اوونۍ پر دې موضوع د خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي.
د عراق رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې دغه هېواد ته د ګازو صادرات ۲۰ ميلیون مترمکعبه کم شوي.
عراق معمولاً له ایرانه هره میاشت له ۵۰ تر ۷۰ ملیون مترمکعب ګاز واردوي.