د سوډان پوځ ریزرف او تقاعد شوي سرتېري بیا خپلو لیکو کې شاملوي
د سوډان پوځ پرون جمعه له ریزرف او تقاعد شویو سرتېرو غوښتنه وکړه، چې بیا په پوځ کې شامل شي.
ویل شوي د سوډان پوځ په داسې حال کې له پخوانیو سرتېرو تر ټولو نږدې مرکزونو ته د حاضرېدو غوښتنه کړې چې پوځ هڅه کوي د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ډلې په وړاندې په مبارزه کې برلاسی شي، خو دا کار ممکن هغې شخړې ته لمن ووهي چې تازه یې د پای ته رسېدو په اړه پر اوربند موافقه شوې ده.
سعودي عربستان او د امریکا متحدو ایالتونو چې د اوربند منځګړیتوب کړی او له تېرې دوشنبې نافذ شوی، پرون وویل چې تېره اوونۍ خال خال جګړه روانه وه.
ریاض او واشنګټن ویلي، اوربند تر ډېره نافذ شوی، خو د پوځ دغه اقدام دا جوتوي، چې د اوږدې شخړې لپاره مټې رابډوهي.
بلخوا د سوډان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځینو سرچینو د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان پرون د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې د دغه هېواد لپاره خپل ځانګړی استازی ولکر پرتس بدل کړي.
ولکر چې په ۲۰۲۱م کال کې د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي په توګه ګمارل شوی هڅه کړې چې ملکي واکمنۍ ته د سیاسي انتقال زمینه برابره کړي، خو پوځ یې مخالفت کړی دی.