Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2023

د لوږې نړيواله ورځ؛ اوچا: په افغانستان کې ۶ ميليونه کسان قحطۍ ته نږدې دي

0
د لوږې نړيواله ورځ؛ اوچا: په افغانستان کې ۶ ميليونه کسان قحطۍ ته نږدې دي

د لوږې نړيواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د شمېرو پر بنسټ دا مهال په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې شمېر څخه ۶ میلیونه وګړي قحطۍ ته نږدي دي.

جان محمد چې د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، څو ځلې د دوى ولسوالۍ ته بشري مرستې راغلي، خو دی د مرستو د وېش له څرنګوالي خوښ نه دى.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "مرستې څو څو وارې دلته راغلي، خو اړمنو ته نه ده رسېدلې، دا هغو ته رسېدلې دي چې موټر، ځمکې او سولر لري. دلته داسې خلک شته چې د سهار او ماښام ډوډۍ نه لري."

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکي حقیار هم ازادي راډيو ته وویل چې دغه مرستې د دوی په سیمه کې پر هغو خلکو وېشل شوي چې اړتیا ورته نه لري.

نوموړي له مرستندويه بنسټونو او د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې مرستې په عادلانه ډول ووېشي.

هغه وایي: "دا د یو غریب حق دی، خو که دا د ټولو خلکو او مخلوقاتو حق هم وي، بیا د غریب حق خو دې ورکړي کنه، تاسو یې ګورئ چې اوړه اخلي او پلوري یې."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش د بهیر په اړه د خوړو نړیوال پروګرام د مسوولانو نظر هم ولري، خو د دې ادارې چارواکو د راپور تر خپرېدو ځواب ونه وایه.

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو ډېره برخه په ځانګړې ډول د خوراکي توکو مرستې د همدې سازمان له خوا وېشل کېږي.

کومو کسانو چې له ازادي رادیو سره یې دې راپور کې خبرې کړي، په داسې حال کې د بشري مرستو د ناسم وېش په اړه اندېښنه څرګندوي چې د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د دوی په واکمنۍ کې د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د هېواد اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی، د ښه مدیریت له امله مو د اسعارو ارزښت وساته او د هېواد د صادراتو په برخه کې مو هم زیاتوالی راغی چې تېر کال یې کچه دوه میلیارده ډالرو ته ورسېده، په تېرو ۲۰ کلونو کې داسې څه نه و شوي، هر کال ډېر مثبت توپیرونه راځي، له بهر څخه د افغانستان په اړه تبلیغات د دښمنانو پروپاګنده دی."

خو د افغانستان په شمال کې د سخاوت خیریه بنسټ مرستیال محمد اسلم رشیدي وايي، نن ورځ چې افغانانو له کومې بې‌وزلۍ سره مخ دي د تېرو څو لسیزو په ترڅ کې بې سارې ده.

رشيدي وايي: "غریبي چې د افغانستان خلک ورسره لاس او ګرېوان دي، دا په څو لسیزو کې بې سارې ده او د افغانستان خلک اوس په یو سخت حالت کې دي، دې وضعیت له افغانانو خوښي اخیستې ده. ډېری خلک له بې‌وزلۍ سره مخ دي او په ذهنی توګه یې نارامه کړي دي. په داسې وضعیت کې به دوی د خپلو ماشومانو پالنه څنګه وکړي. ځوانان ټول مایوسه دي، اوسني وضعیت ډېری افغانان مسافرۍ ته اړ کړي، که هېواد کې پاتې شي د کار چاپېریال ورته برابر نه دی."

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر اوچاد تازه شمېرو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې شمېر څخه ۶ میلیونه یې قحطۍ ته نږدي دي.

اوچا دغه شان د روان کال د ثور میاشتې په څلورمه وویل، په افغانستان کې د روان کال په پسرلي کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره څه باندې ۷۱۷.۴ میلیونه ډالرو فوري مرستو او یو مناسب عملیاتي چاپيریال ته اړتیا ده.

يادې ادارې خبرداری ورکړی که مرستندویه ادارې ژر اقدام ونه کړي، په افغانستان کې به بشري اړتیاوې زیاتې شي.

د اوچا په وينا، په دولتی او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار محدوديتونو د نړیوالې ټولنې د مرستو رسولو چارې نورې هم پېچلې کړي او د افغانستان لپاره بودیجه په داسې حال کې پای ته رسېدلې چې دغه هېواد په نړۍ کې د قحطۍ او بشري ناورین له جدي خطر سره مخ دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته له افغانستان سره نړیوالې مرستې په بشري برخه کې محدودې شوې او د طالبانو له خوا په نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار له محدودیت وروسته، په افغانستان کې د ډېرو مرستندویه موسسو فعالیتونه ودرول شول او یا هم محدود شول.

په همدې حال کې نن د مې ۲۸مه د لوږې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ په ۲۰۱۱ کال کې د لوږې پروژې له خوا د لوږې د له منځه وړلو په هدف چې یوه نړيواله ستونز ده، ونومول شوه.





Губернаторы России
Москва

Столичный мэр реорганизовал управы в ТиНАО





Москва

Konica Minolta Business Solutions Russia и Facemetric предложат заказчикам решения на базе технологий компьютерного зрения


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: в ТиНАО создадут новые управы районов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Племя Гунны: рэпер из США в меланхолии, наш Баста — в музлитературе




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Звезды спорта. Кто они такие и почему их так называют?


Даниил Медведев

Без защиты: как Медведев и Хачанов проиграли свои матчи в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

Аэропорт Элисты начнет принимать рейсы 28 мая



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России