کرکټ بورډ: د میرویس نیکه په نوم درې ورځنۍ سیالۍ پیل شوې
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له لوري د روان کال یو بل کورنی ټورنمنټ هم پیل شو.
کرکټ بورډ وايي، دا درې ورځنۍ سیالۍ دي چې د پنځو زونونو ترمنځ نن یکشنبه په ننګرهار کې پیل شوې.
د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي د دې سیاليو په تړاو ازادي راډیو ته ویلي وو چې په درې ورځنیو سیالیو کې به د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو مخکښ لوبغاړي لوبېږي او بیا به له دې سیالیو ښه وړتیا ښودونکي لوبغاړي فرسټ کلاس سیالیو ته لار پیدا کوي.
د ویلو ده چې په درې ورځنیو سیالیو کې سپين غر، مس عینک، بندامیر، آمو او بوست لوبډلې لوبه کوي.