فوټسال؛ افغانستان په دوستانه سیالۍ کې لبنان ته ماتې ورکړه
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په دویمې دوستانه سیالۍ کې لبنان لوبډلې ته ۴ د ۳ پر وړاندې ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس چې دغه سیالي د شنبې په ورځ د مې میاشتې په ۲۷مه نېټه د لبنان په کوربهتوب ترسره شوه چې افغان لوبډلې پهکې بری وموند.
یاد فدراسیون ویلي وو چې دواړه لوبډلې به د مې په ۲۹مه نېټه یوه بله دوستانه سیالي هم ترسره کوي.
د ویلو ده چې د دې لوبو لومړۍ سیالي هم د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ګټلې وه.