ملګري ملتونه: خپلو مېنو ته د بېځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو ملاتړ کوو
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د هغو کسانو ملاتړ ته دوام ورکوي چې د شخړو له کبله بېځایه شوي یا هم بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنېږي.
دغې ادارې نن یکشنبه په یوه ټویټ کې له ویډیو سره لیکلي، 'یو این ایچ سي آر' د کډوالو او 'د ستنېدنې او ادغام د لومړیتوب په ساحو' کې د کوربه ولسونو ملاتړ هم کوي.
د ټویټ له مخې په دغو مرستو کې د معیشت په برخه کې روزنه او د ښځو لپاره د فرصتونو برابرول شامل دي چې په خپله د ځانونو او خپلو کورنیو مرسته وکړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ ویلي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره څه باندې یو میلیون او درې لکه کسان خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.