د ترکیې ولسمشرۍ ټاکنې؛ اردوغان ګټونکی اعلان شو
د ترکیې د ټاکنو ادارې د ولسمشرۍ د دویم ځلي ټاکنو د څه باندې ۹۹ فیصده رایو له شمېرلو وروسته اعلان وکړ، چې رجب طیب اردوغان د دغو ټاکنو ګټونکی دی.
د دې بنسټ مشر احمد ینیر پرون ماښام د ۹۹.۴۳ فیصده رایو له شمېرل کېدو وروسته وویل، چې اردوغان ۵۳ اعشاریه ۴۱ فیصده رایې ګټلي او د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو ۴۶ اعشاریه ۵۹ فیصده رایې خپلې کړې دي.
اردوغان پرون په استانبول کې د خپلو پلویانو یوې ډلې ته په وینا کې په ټاکنو کې د ګډون له کبله د ترکیې د خلکو مننه وکړه.
قلیچدار اوغولو دغه دویم ځلي ټاکنې په وروستیو کلونو کې تر ټولو غیرعادلانه بللې دي.