د وسلوالو فعاليتونو د سوات او بونېر ولسونه اندېښمن کړي دي
ځايي خبریال او شنونکی فضل خالق وايي چې په سیمه کې د امنیت وضع خرابه ده خو د سیمې انتظامي او امنیتي چارواکي معلومات نه ورسره شریکوي. د نوموړي په وینا خلک ریاستي ادارو ته د شک په نظر ګوري او هغوی د خراب امنیت ذمه وار ګڼي.