ناټو کاسوو ته د ۷۰۰ نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه کړې
ناټو کاسوو ته د نورو ۷۰۰ سرتېرو د لېږلو پرېکړه کړې، ترڅو د دې هېواد په ختیځ کې د قهرجنو اعتراضونو مخه ونیسي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ دغه راز پرون سهشنبې خبرداری ورکړ چې د ناټو ځواکونه به له ټولو لازمو اقداماتو کار واخلي چې په سیمه کې د کاسوو ټولو اوسېدونکو ته د امن فضا یقیني کړي.
د امریکا متحدوایالتونو هم وروسته له هغې چې د دې هېواد په ختیځ کې د البانیایي ټبرو چارواکو او د اکثریت سربیانو ترمنځ شخړې وشوې، د ناټو په روانو تمرینونو کې د کاسوو ګډون وځنډاوه.
د مې په ۲۹مه په شخړو کې د ناټو د پوځي ماموریت دېرش غړي ټپیان شوي.
په کاسوو کې چې مخکې د سربیا یو ولایت و، سوله ساتي ځواک، پرون سهشنبې د زویکان Zvecan ښارګوټي کې چېرې چې تاوتریخوالی رامنځته شوی و د ښاروالۍ ودانۍ وتړله.