ایفایسبي: د روسي ډیپلوماتانو زرګونه آیفونونه تر پراخ سایبري برید لاندې راغلي
د روسیې د فدرالي امنیت ادارې یا 'ایف ایس بي' ادعا کړې چې د دغه هېواد د ډیپلوماتانو په زرګونو آیفونونه تر پراخ سایبري برید لاندې راغلي دي.
دې ادارې د پنجشنبې په ورځ د جون په لومړۍ په یوه بیان کې ادعا وکړه چې هکرانو ظاهراً د ناټو غړو هېوادونو، د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو او همدارنګه په چین، اسراییلو او سوریه کې د روسیې په سفارتونو او قونسلګریو کې د روسي ډیپلوماتانو آیفونونه په نښه کړي دي.
اعلامیې د دې ادعا جزییات او شواهد نه دي وړاندې کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د 'اپل' ټکنالوژۍ شرکت دغه تور رد کړی او په یوه بیان کې یې ویلي چې د اپل د تولیداتو د هک کولو لپاره یې هېڅکله هم له کوم حکومت سره کار نه دی کړی او نه به یې وکړي.
رویټرز خبري اژانس زیاتوي چې د امریکا د ملي امنیت ادارې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.