په ایمرجنسي روغتون کې شپږاویازرم افغان ماشوم نړۍ ته سترګې پرانیستې
د ایمرجنسي روغتون وايي، پرون شپږاویازرم ماشوم هم د دوی په یوه روغتون کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
د ایمرجنسۍ روغتون مرکزي دفتر پرون په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه ماشوم د بي بي هاجرې په نوم د یوې ښځې اووم ماشوم و، چې د پنجشېر د عنابه ولسوالۍ په نسايي ولادي مرکز یې وزېږېد.
د دې روغتون په وینا، دغه مور له څو ورځو نه توانېدلې څه وخوري، چې د دوی مرکز ته تر رسېدو مخکې له ناروغۍ هم ځورېده.
د ایمرجنسۍ روغتونو مرکزي دفتر وايي، دا له ۲۰۰۳م کال راهیسې د دوی په مرکز کې شپږاویازرم ماشوم و، چې په خوندي ډول وزېږېد.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د افغانستان روغتیايي نظام د سقوط له خطر سره مخامخ شوی دی.
په همدې حال کې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ایلیو فیلیون پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې تېرکال د دې سازمان په ۷ مرکزونو کې د ۳زره ۷۱۵ هغو ماشومانو درملنه شوې چې د پښو سوء شکل یې درلود.