په سینیګال کې د وروستیو تاوتریخوالو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۹ ته رسېدلی
د سینیګال حکومت اعلان وکړ، چې پرون شنبه د پولیسو او د اپوزیسیون د پلویانو ترمنځ په اخ و ډب کې شپږ نور کسان هم مړه شوي او د ټپیانو شمېر ۱۵ ته زیات شوی دی.
له دې سره د وژل شویو شمېر ۹ ته رسېدلی دی.
په سینیګال کې تېره جمعه دغه تاوتریخوالی وروسته له هغې ولاړ شو، چې د اپوزیسیون محبوب رهبر عثمان سونکو پر یوه ښځه د جنسي تېري په تور په دوه کاله بند محکوم شو.
لاریونوالو عامه او خصوصي ملکیتونه، بانکونه او مغازې چور کړې او ځینې ځوان اعتراض کوونکي له امنیتي ځواکونو سره په شخړه واوښتل.
سونکو چې لا نیول شوی نه دی، په پلازمېنه ډاکر ښار کې په خپل کور کې تر څار لاندې دی او په غیاب کې محاکمه شوی دی.
هغه ادعا کړې چې حکومت د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې د ده د کاندیداتورۍ د مخنیوي لپاره دغه تورونه ورباندې لګولي دي.
د ولسمشرۍ دغه ټاکنې د ۲۰۲۴م کال فبرورۍ میاشتې ته پلان شوي دي.