امریکا، جاپان او جنوبي کوریا د شمالي کوریا د میزایلو په تړاو خپلو کې اطلاعات شریکوي
د امریکا متحد ایالتونه، جاپان او جنوبي کوریا په پام کې لري چې د شمالي کوریا د میزاییلو د خبرداریو په باب د ۲۰۲۳م کال تر پای مخکې په خپلو کې اطلاعات شریک کړي.
دغو درېیو هېوادونو پرون شنبه په سینګاپور کې د خپلو دفاعي مشرانو تر غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې دغه خبره وکړه.
اعلامیه کې راغلي، درې واړه لوریو هغه درې اړخیزې هڅې تثبیتې کړې، چې هدف یې د روان کال تر پای مخکې د معلوماتو د شریکولو د یوه میکانیزم فعالول او د دغو هېوادونو د ظرفیتونو لوړول دي چې د توغول شویو میزایلو کشف او ارزونه پیاوړې کړي.
دا اعلان داسې وخت کېږي چې تېره چهارشنبه د شمالي کوریا د یوه جاسوسي سټلایټ توغول ناکام شول او تر توغول کېدو وروسته سمندرګي ته ولوېد.
د جنوبي کوریا پوځ وايي، توانېدلی د دې ناکام شوي سټلایټ د مشکوکو ټوټو موقعیت تثبیت کړي.
شمالي کوریا وروسته له هغې خپل پوځي پرمختګونه، د بېلابېلو منع شویو وسلو ازمویل او د بالسټیک میزایلو توغول زیات کړل چې په ۲۰۱۹م کال کې ډیپلوماتیکې هڅې ناکامې شوې.